Teach business basics, leadership, and startup mindset
د دندې تشريح (Job Description):
د صبر افغان انلاین مکتب د معیاري او اغېزمنو انلاین زده کړو د پراختیا په موخه، غواړي چې وړ او ژمن ښوونکي او تعلیمي محتوا جوړوونکي په دنده وګماري.
د دې دندې مسؤل به د پښتوژبی له لارې د تعلیمي مضامینو تدریس، د معیاري تعلیمي ویډیوګانو جوړول او د مکتب د تعلیمي پالیسۍ مطابق د محتوا برابرول پر غاړه ولري. دنده د بشپړې ژمنتیا، منظم کار او د قرارداد تر پای پورې د همکارۍ غوښتنه کوي.
مسؤلیتونه او مضامین (Responsibilities & Subjects):
- د مکتب لهخوا ټاکل شوو یو یا څو تعلیمي مضامینو تدریس
- هره ورځ د تعلیمي پلان مطابق لږ تر لږه درې (3) تدريسي ویډیوګانې چمتو کول
- د جوړو شوو تعلیمي ویډیوګانو منظم او پر وخت سپارل تر څو د قرارداد موده پوره شي
- د ساده، معیاري او د زدهکوونکو د کچې مطابق تعلیمي محتوا تولید
- د مکتب د تعلیمي اصولو، اخلاقو او لارښوونو رعایت
- له تعلیمي ټیم او ادارې سره دوامداره همکاري
- د ورکړل شوو نظریاتو او ارزونو پر بنسټ د تدریس کیفیت ښه کول
د دندې شرایط او مهارتونه (Job Requirements):
- پر پښتو او دري ژبو بشپړ تسلط (دواړه ژبې ضروري دي (
- د انلاین تدریس او د مفاهیمو د ساده تشریح وړتیا
- د تعلیمي ویډیوګانو د ثبت او چمتو کولو مهارت
- له انلاین تعلیمي وسایلو او پلیټفارمونو سره بلدتیا
- ژمنتیا، مسؤلیتپذیري او د قرارداد تر پای پورې د همکارۍ پابندي
- د تدریس یا تعلیمي محتوا جوړولو پخوانۍ تجربه امتیاز ګڼل کېږي